غزني ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۱لمریزکال د وري (حمل) میاشتې پر ۱۰مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ ۵۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته، چې د ترکيې هېواد د وګړو له لوري چمتو شوې وه, هرې کورنۍ ته په کې دوه بستې خوراکي توکي، چې ۵ کیلو سوجي اوړه، ۲ کیلو مکرونې، ۱ کیلو عدس، ۱ کیلو لوبيا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو نخود، ۵ کیلو غوړي، ۱ کیلو وريژې شاملې وې، ووېشل شوه.