غزني ولايت کې ۳۲۲۷۱ تنه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي.
غزني ولايت کې ۳۲۲۷۱ تنه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي.
د افغاني سرې مياشتې روغتيایي کارکوونکو د غزني ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۱۱۱۳۸ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۹۸۹ تنو ټپیانو پانسمان، ۲۹۹۴ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۱۱۴۸۵ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۱۴۰۱ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۳۱۱۵ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۱۴۹ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.