عمومي رئیس د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د آسیا پاسېفیک حوزې له مسؤول سره په ګډو چارو کې د همغږۍ په موخه آنلاین ناسته وکړه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۴۷
عمومي رئیس د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د آسیا پاسېفیک حوزې له مسؤول سره په ګډو چارو کې د همغږۍ په موخه آنلاین ناسته وکړه

یکشنبه، ١٩ ربیع الآخر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د آسیا پاسېفیک حوزې له مشر ښاغلي الکساندر متیو او په افغانستان کې د ياد فدراسيون له مرستیالې آغلې هُما نادر سره د ګډو بشري خدمتونو او چارو د لا ښه والي په موخه د همغږۍ آنلاین ناسته وکړه.
ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مخکیني مشر ښاغلي جُی سینګال د کاري مودې د بشپړېدو او د نوي مشر د معرفۍ په اړه د بحث ترڅنګ د ښاغلي سینګال د هڅو ستاینه وکړه او کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو او ټپیانو ته په وړاندې کېدونکو خدماتو او ګډو چارو کې یې پر غوره همکارۍ هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS