سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې پر ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو نږدې ۳ میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.
افغاني سره میاشت تر هر چا وړاندې د زلزله ځپلو لاسنیوي ته ځان رسوي.
