سمنګانو کې ۴۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه
نن د سې شنبې په ورځ د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په یاده مرسته کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۵ کیلو وریژې، ۱۵ کیلو لوبیا، ۹ کیلو دال نخود، ۹ کیلو بوره، د ژمنیو توکو یوه بسته او دوه بړستنې شاملې دي.