سرپل!
افغاني سرې میاشتې له لورې سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ کې ۶۱۵ تنه وچکالۍ ځپلو سروې شویو بزګرانو سره د کیمیاوي سرې ( سونا یوریا) مرسته ترسره شوه. یاده مرسته چې د نړیوال فدراسیون له لورې چمتو شوې وه په کې هر بزګر ته درې بورۍ (۱۵۰ کیلو ګرامه) کرنیزه سپینه سره ورکړل شوه.