سرپل ولایت کې دافغاني سرې میاشتې له لوري خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول!
د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې د میاشتې پر ۲۵ نېټه ۱۵۰ اړمنو، وچکالۍ ځپلو، کورني بېځایه شوو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.