سرپل ولايت کې ۱۲۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته!
افغاني سره میاشت هڅه کوي چې د اړمنو لاسنیوې وکړي په همدې موخه يي د ربیع الثاني په ۲۷مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ په بيلابيلو کلیو کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو وړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۸ کیلو لوبیا، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه یو کیلو چای او یو پاکټ BP5 بسکوټ، وویشل شو. د یادونې وړ ده تیره ورځ هم د همدې ولایت په ګوسفندي او سیدآباد ولسوالیو کې هم ۸۰۰ اړمنو وګړو سره ورته مرسته ترسره شوه.