سرپرست عمومي رئیس د سترګو په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیاتو د بهیر ارزونه وکړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۳:۱۷
خبرونه

سرپرست عمومي رئیس د سترګو په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیاتو د بهیر ارزونه وکړه

شنبه، ۳ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور مرکزي روغتون کې د البصر خیریه بنسټ د روغتیاپالانو له لوري د سترګو په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیاتو له څلور ورځني روان بهير د ارزونې او ناروغانو ته د مٶثرو او پر وخت خدماتو د رسونې په موخه ليدنه وکړه. 

 سرپرست عمومي رئیس د البصر خیریه بنسټ له لوري په هرات او مزارشریف کې بې وزله وګړو ته د سترګو د درملنې او عملیاتو برخه کې د ترسره شویو او پلازمېنه کابل کې د وړاندې کېدونکو خدماتو مننه وکړه، د روغتیاپالانو هڅې یې وستایلې او د الله جل جلاله له دربار څخه یې ناروغانو ته د کاملې شِفاء او روغتیاپالانو ته د عظیم اجر غوښتنه وکړه.

دا راز ښاغلي دلاور ډاډ څرګند کړ چې د افغاني سرې مياشتې له لوري د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملياتو لپاره  نوي روغتون کې د خدماتو پيل، نږدې راتلونکي کې د سترګو، شونډو او تالو چاود ناروغانو د درملنې په موخه د روغتيايي ټيمونو د بيا ځلې راتګ او د نورو بېلا بېلو ناروغيو د درملنې برخه کې به له بهر څخه د روغتياپالانو رابللو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

پکتیا؛ د جګړو له امله زیانمنو ۱۰۰۰ بزګرانو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د جګړو له امله زیانمنو ۱۰۰۰ بزګرانو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

دغه مرسته د سره صلیب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

هرات؛ ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په شیدایي سیمه کې ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یادې روغتیایي بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ په قلبي روغتون کې ۲۷ رضاکارانو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره ۱۰ زره سي‌ سي وینه ورکړه

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، د مرکزي دفتر، ارزان‌ قېمت او خیرخانې مېنې د ښوونیزو مرکزونو ۲۷ رضاکارانو د دې ادارې په قلبي روغتون. . .

BACK TO NEWS