سرپرست عمومي رئیس د تورخم عمري پنډغالي له اړونده مسئولینو سره د راستنو شویو کډوالو د عمومي ستونزو او د هغوی د لاسنیوي په تړاو ناسته وکړه!

سرپرست عمومي رئیس د تورخم عمري پنډغالي له اړونده مسئولینو سره د راستنو شویو کډوالو د عمومي ستونزو او د هغوی د لاسنیوي په تړاو ناسته وکړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ القران والحدیث شهاب الدین دلاور نن شنبه د شوال میاشتنې پر ۱۴مه، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت تورخم اړوند عمري پنډغالي کې د اسکان موقت کمیټې سربېره له ځینو حکومتي او د افغاني سرې میاشتې له ځایي مسئولینو سره د همغږۍ او راستنو شویو کډوالو ته د لا ښو او چټکو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئیس له ځایي مسئولینو سره تر لیدلو وروسته د راستنو شویو کډوالو عمومي ستونزې واورېدې او په تړاو یې اړونده مسئولینو ته د عاجلو اقداماتو برخه کې د کډوالو د ثبت کمیټې لپاره د تعمیر، کډوالو ته د څښاک د پاکو اوبو، تشنابونو او نورو اړینو اسانتیاوو برابرولو لارښوونې وکړې.
د پنډغالي مسئولینو د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره کېدونکو خدمتونو ستاینه وکړه او د لا ډېرو خدماتو وړاندې کولو غوښتنه یې وکړه.