زابل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۹:۸
زابل!

وګړو ته د افغاني سرې میاشتې په اړه عامه پوهاوی ورکول د افغاني سرې میاشتې عمده فعالیت دی، په همدې موخه، نن يکشنبه د ربيع الأول پر ۹ مه د افغاني سرې مياشتې زابل ولایت په ښوونیز مرکز کې ۲۰ نظامي مسئولینو ته یوه ورځنۍ نشراتي غونډه ترسره شوه. په ياده غونډه کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې تاریخچه، بنسټیز اصول، فعاليتونه او نښان په مفصل ډول شرحه شول. د غونډې په پای کې پر ګډونوالو د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو مجلې، د پيژندني کتابونه او د افغاني سرې میاشتې په نښان مزین قلمونه هم ووېشل شول.

k

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې نوی سرپرست ریس

د عاليقدر امير المٶمنين حفظه الله د حکم پر بنسټ د  افغاني سرې مياشتې  نوى سرپرست عمومي رئيس ښاغلى شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او مرستيال يې حافظ عزيز الرحمن د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۱۲
Background image

هرات

 د جمادي الآخره د میاشتې پر ۱۹مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورنیو سره د ۳۵۰ ترکي بخاریو او ۱۷۵ ټنه د ډبرو سکرو مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۲
Background image

پکتیکا

‏د افغاني سرې میاشتې له لوري د جمادي الآخره د میاشتې پر ۱۷مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۱۰۶ کورنیو سره د تشنابونو جوړولو په موخه په وروستي پړاو کې په ټولیز ډول د ۲۷۵۲۰۰۰ افغانیو. . .

BACK TO NEWS