زابل کې بې وزله وګړو ته د ۵۰۰ کوټونو د ویش لړۍ د افغاني سرې میاشتې له لوري پیل شوه
د زابل ولایت د درې ولسوالیو بې وزله وکړو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ژمي له یخنۍ څخه د ژغورنې په موخه په هره ولسوالۍ کې ۱۰۰ بې وزله وګړو ته کوټونه وویشل شول. په یادو ولسوالیو کې شنکۍ، سیوري او نوبهار ولسوالۍ شاملې دي.
ټاکل شوې پاتې ۲۰۰ نور کوټونه به هم د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل په مرکز کې بې وزله وګړو ته وویشل شي.