زابل ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۶ قلمه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۶:۵۹
خبر

زابل ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۶ قلمه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن یکشنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ له ۳۷۵ اړمنو او بېوزله کورنیو سره په ټولیزه توګه ۱۶.۶۸۷ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۴۴.۵ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا او خُرما په کې شامله وه؛ ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۲
Background image

نورستان؛ د جګړو له امله اغېزمنو ۱۷،۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش پيل شو

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې، د سره صليب نړيوالې کمېټې او د خوړو نړيوال پروګرام په ګډه همغږۍ، د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د جګړو له امله له ۱۷. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په. . .

BACK TO NEWS