د کویت د خلکو د ۱ میلیون مرستې ویش د افغاني سرې میاشتې د عمومي رییس په لاس پیل شو!
نن د صفرالمظفر پر ٢٠مه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې د کویت د خلکو له لوري د ۱ میلیون ډالرو مرستې د ویش لړۍ د افغاني سرې میاشتې د عمومي سرپرست رئیس مولوي مطیع الحق خالص په لاس پیل شوه. د یادې مرستې له ویش وړاندې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص خبریالانو سره خبرو کې د کویت له خلکو مننه وکړه، چې د کلکو اقتصادي بندیزونو په شپو کې یې د افغانستان بېوزلو وګړو ته لاس ورکړ.
نوموړي وویل "خوښ یو چې نن د کویت د خلکو له لوري په افغانستان کې له ٩٠٠٠ بېوزلو کورنیو سره د مرستې د ویش لړۍ پیل کوو؛ له دغې مرستې به ١٠٠٠ کورنیو ته په کابل کې او پاتې نورو ولایتونو کې وویشل شي". نوموړي پر خیریه ټولنو غږ وکړ، چې د کویت د خلکو په څېر له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او افغانان له بېوزلۍ وژغوري".نوموړي وویل "نړیوال خیریه بنسټونه له خپلو مرستو د شفافیت د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره کولی شي له مونږ سره څنګ په څنګ له خپلو رالېږلو مرستو له نېږدې څارنه وکړي". د نوموړي پر وینا دا مهال هم څو خیریه بنسټونه له دوی سره له نېږدې د رالېږلو مرستو څارنه کوي.ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "افغاني سرې میاشتې ته چې له هر ځایه هر څومره مرستې راشي دوی به یې کټ مټ اړمنو ته ورسوي".
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص پر نړیوالو غږ وکړ، چې "افغانستان غرنۍ سیمه ده او واورین ژمی را روان دی، چې په غرنیو سیمو کې مېشت ډېری وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري؛
