د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
بلخ
د دندې عنوان: رواني ډاکټره
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: بلخ
د بست ډول: رسمي، درېیم بست
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : HR@0272
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۱/۲۱
۱۴۰۵/۴/۱۶
2026/7/July
د دندې موخه:
له درملو پرته په انفرادي او ټولنیزه توګه رواني ناروغانو ته کیفیت لرونکي معیاري خدمتونه وړاندې کول.
دندې او مسؤولیتونه:
لومړی: کاري پلان ترتیبول او اړوند پورته مسئول ته په میاشتني، درې میاشتني (ربعوار) او کلني ډول د ټولو کړنو راپور ورکول.
دویم: په بېلابېلو حالاتو کې د مراجعینو رواني حالت ارزول.
درېیم: له درملو پرته د پېژندنې، چال چلند او رفتار په واسطه د ناروغانو درملنه کول.
څلورم: رواني ټولنیز مشورتي خدمتونه چمتو کول، له رواني ناروغ سره مرکې کول، هڅوونکې مشورې ورکول او د ناروغ رواني فشارونو لاملونه موندل.
پنځم: په بېړنیو حالتونو کې د رواني ناروغ په تداوۍ کې ځان ښکېلول او بېړنۍ اړینې مشورې ورکول.
شپږم: د رواني ناروغیو درملنې ناستې تنظیمول، ناروغانو ته په انفرادي او ډله ییزه توګه مشورې ورکول.
اووم: د کورنۍ او ټولنې په کچه رواني مداخلې وړاندې کول
اتم: د رواني روغتیا د ظرفیت لوړولو او د رواني ټولنیزو مشورو په پروګرامونو کې ونډه اخیستل.
نهم: ټولې هغه چارې چې د مرکز لخوا یې سپارښتنه کیږي ترسره کول.
لسم: په پرلپسې توګه د غوره درملنې په موخه د نارینه او ښځینه رواني ناروغانو له مرکزونو څخه خبر اخیستل.
یوولسم: بهرنیو رواني مراجعینو ته اړینې مشورې ورکول.
دولسم : د هېواد نافذه قوانینو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې قانون، اساسنامه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټولو لائحو او کړنلارو ته پاملرنه او پابندي کول.
دیارلسم: په اړوندو برخو کې د ستونزو د حل په موخه پورته مسؤول ته مفیدې مشورې ورکول.
څوارلسم: د مراتبو سلسلو ته پاملرنه کول.
پنځلسم: حاضرۍ ته جدي پابندي کول.
شپاړسم: له مراجعینو او کارکوونکو سره غوره اخلاق او ښه چلند کول.
اوولسم: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قانون، د بشري سرچینو د ریاست د کړنلارې او ټولو هغو اړوندو کاري دندو چې د اړوند آمر یا رئیس له لوري یې لارښوونه کېږي؛ سرته رسول.
اتلسم: اداري رازونه ساتل.
نولسم: د خپل مسؤولیت د موخو او راتلونکو کړنو د لا غوره پلې کیدو او لاسته راوړنو په منظور؛ نوښتونه رامنځته کول او اړین تصمیمونه نیول.
شلم: د حجاب په شمول ټولو دیني مسائلو ته په عملي توګه جدي پاملرنه کول.
یوویشتم: د ښو لاسته راوړنو په موخه د ترلاس لاندې کارکوونکو ټولې ورسپارل شوې کړنې تعقیبول، څارل او ارزیابی کول.
دوه ویشتم: د اړونده څانګې له ټولو وسائلو ( توکو او عراده جاتو) څخه معقوله ګټه اخیستل او ساتل.
څلورویشتم: دا لائحه له منظورۍ وروسته د اجرا وړ ده، خو وروستۍ نده؛ د اړتیا په صورت کې زیادت، کمښت، لنډښت، الغاء او تعدیل پکښې راتلای شي.
د دندې شرایط:
د معالجوي طب په برخه کې لږ تر لږه د لیسانس سند درلودل؛ په یاده برخه/ رشته کې د لوړې تحصیلي درجې لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د دندې اړوند لږ تر لږه یو (1) کلنه کاري تجربه درلودل.
د عامې روغتیا وزارت د ایګزېټ (Exit) ازموینې سند درلودل اړین دي.
په رسمي ژبو (پښتو او دري) پوهېدل او په انګلیسي ژبه د لیکلو او خبرو کولو وړتیا درلودل.
په دندې پورې اړوند کمپیوټري پروګرامونو برخه کې لازم مهارتونه درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.