د ژمي په درشل کې زلزله ځپلو کورنیو ته د مرستو پراختيا؛ له نړيوالو ملي ټولنو سره آنلاین ناسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۶:۱۳
a

چهارشنبه، ۲۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مسؤولینو په حضور کې د ۵۱ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره  په شمال، ختیځ او شمال ختیځو ولایتونو کې د وروستیو خونړیو زلزلو له امله اغېزمنو شوو کورنیو ته د بشري مرستو برابرولو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه آنلاین ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي دلاور د زلزلې د پېښې له رامنځته کېدو راهیسې اغېزمنو شوو کورنیو ته د کاري شریکانو په مرسته د خوراک، څښاک، پوښاک او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او هم یې د کاري شریکانو د دوامدار ملاتړ مننه وکړه.
نوموړي زیاته کړه: هغه بشري مرستې چې د یادو زلزله ځپلو په موخه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ملي ټولنو له لوري افغانستان ته را استول شوي؛ په بشپړ شفافیت تر پېښځپلو او اړمنو کورنیو رسول شوي دي او موږ هیله لرو؛ څو نړیوال کاري شریکان د ژمي په درشل کې هم له یادو بې وسه او زیانمنو شوو کورنیو سره خپلې بشري مرستې لا پراخې کړي.
په پای کې د ناستې ګډونوالو هم خپل نظرونه وړاندې کړل، د خپلو ګډو بشري اهدافو د تعقیب ژمنې یې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې زلزله ځپلو کورنیو ته به د ژمي په موسم کې اړینې مرستې برابرې کړو او د هغوی د دوامدار ملاتړ لپاره به هېڅ ډول مرستې ونه سپموو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ١٣ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS