د ځان بسیاینې په موخه؛ هرات، کندز او ارزګان کې ۱۵۰ بېوزلو کورنیو سره نږدې دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
یکشنبه، ۲۱ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په هرات، کندز او ارزګان ولایتونو کې له ۱۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه یو میلیون او نهه سوه پنځوس زره (۱،۹۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۱۳ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادو کورنیو له جملې ۵۰ کورنۍ په هرات، ۵۰ په کندز او ۵۰ کورنۍ په ارزګان کې شاملې وې.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه ترسره شوه، څو وکولی شي، چې خپلې ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
افغاني سره میاشت تل د اړمنو کورنیو د ژوند د هوساینې لپاره هڅې کوي.
