د هېواد په ټولو ولايتونو کې د افغاني سرې مياشتې اړوند ټولو کارکوونکو ته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئيس حکم!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۲/۱/۴ - ۹:۵۵
د هېواد په ټولو ولايتونو کې د افغاني سرې مياشتې اړوند ټولو کارکوونکو ته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئيس حکم!

په ټول هېواد کې د افغاني سرې میاشتې مسؤلینو، ژغورونکو، روغتیاپالو او رضاکارانو! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

تاسې ټول خبر ياست، چې د هېواد ټول ولايتونه بیګاه شديدې زلزلې ولړزول، چې ممکن ځاني او مالي زیان ولري؛ زمونږ وجیبه د طبیعي پېښو په وخت له بل هر وخت زياته ده؛تاسې ټولو مسؤلينو ته لارښوونه کېږي، چې د افغاني سرې میاشتې مشرتابه امر ته دې انتظار نه کوي او هغو سيمو ته چې زلزلې په کې ځاني یا مالي زیان اړولی وي؛ په بیړه ځان ورسوي او له خپلو ټولو شته امکاناتو په استفاده د ولس لاسنیوي وکړي.

والسلام

الحاج مولوي مطيع الحق خالص

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS