د ناروې سره صلیب پخواني مشر له عمومي رئیس سره د مخه ښې او نوي مسؤل تعارفي ناسته وکړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۱۰
د ناروې سره صلیب پخواني مشر له عمومي رئیس سره د مخه ښې او نوي مسؤل تعارفي ناسته وکړه

سې شنبه، ۲۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
د ناروې سره صلیب پخواني مشر ښاغلي اُلن بیک د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن سره تودیعي او نوي مشر ښاغلي محمد علي افتخار تعارفي ناسته وکړه. 
ناسته کې ښاغلي دلاور له افغاني سرې میاشتې سره د ناروې د سره صلیب د مرستو مننه وکړه، د ښاغلي اولن بَک هڅې یې وستایلې او نوي مشر ښاغلي محمد علي افتخار ته یې په نوي مسؤلیت کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه. 
په افغانستان کې د ناروې سره صلیب پخواني مشر په خپلو خبرو کې وویل: زما لپاره دا ویاړ و چې له افغاني سرې میاشتې سره مو د بشري خدمتونو په برخه کې ګډ کار وکړ، زه د دې خیریه ملي ټولنې د ژمنتیا، همکارۍ او هڅو قدردانی کوم او هیله لرم چې دا ګډ کار همداسې دوام ومومي. 
ورپسې په افغانستان کې د ناروې سره صلیب نوي مسؤل له افغاني سرې میاشتې سره د ګډو بشري فعالیتونو په ترسره کولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه: زموږ هدف د بشري ارزښتونو پياوړتیا، د اړمنو او زیانمنو لاسنیوی دی، زه تمه لرم چې زموږ ګډ کار به د لا ښه خدمت زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۴
Background image

لغمان کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د الوخېلو په سیمه کې د اورلګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره بېړنۍ بشري مرسته ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۰
Background image

هلمند؛ د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۰ زده کوونکي فارغ شول

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د اداري مهارتونو په برخه کې ۱۳۰ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

پکتیا کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د روژې په مناسبت د خُرما مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې پکتیا ولایت کې پر ۳۰٠ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه میاشت کې د. . .

BACK TO NEWS