د مالي تګلارې جوړولو په اړه کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۳:۲۱
د مالي تګلارې جوړولو په اړه کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست او کنټرول آمریت یو شمېر کارکوونکو ته د مالي تګلارې جوړولو، تنظیم او تطبیق په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پيل شو. 
د یاد ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د مالي چارو رئیس ښاغلي حافظ شبیراحمد عثماني د ورکشاپ ارزښت ته په اشارې دا روزنیز پروګرام د مالي چارو د شفافیت او معیاري مالي سیستم د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او له ټولو کارکوونکو څخه يې وغوښتل، څو له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي او خپل کاري ظرفیت لوړ کړي. 
دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د لګښتونو، عوایدو، بانکدارۍ د مدیریت او د کلنۍ بودیجې د ترتیب اړوند مسایلو په تړاو تفصیلي معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS