د سرې مېاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د کندهار ولایت دعامې روغتیا له رييس سره وکتل!
دافغاني سرې مياشتې ټولنې مرستیال ملا نور الدین ترابي صاحب دکندهار زون ريیس حاجي اختر محمد خادم، ډاکتر نٿار احمد مهمند د کندهار د عامې روغتيا له ريیس حافظ عبدالحی عباس سره ليدنه وکړه.
د سرې مياشتې د کلينکونو او ګرځنده روغتيايي ټيمونو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وشوې. د عامې روغتيا ريیس عباس صاحب د ګرځنده کلينکونو پر ځاى يې د ٿابت کلينيکو غوښتنه وکړه. نوموړي وويل که چېرې کلينکونه يو معلوم ځاى ولري د خلکو لپاره به ډېره هوسايي رامنځ ته شي. دواړو ادارو يو بل ته ډاډ ور کړ او د پوره همکارۍ ژمنه يې وکړه .