د ستراتېژیک پلان د جوړولو   په موخه له کاري شریکانو سره تعقیبي ناسته وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۱:۱۷
خبرونه

د ستراتېژیک پلان د جوړولو   په موخه له کاري شریکانو سره تعقیبي ناسته وشوه!

د افغاني میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام  او د نوموړي دوو مرستیالانو  ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت او  ښاغلي مولوي عزت الله امین  نن چهارشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۶ مه، ددې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د کاري شریکانو ( آی سي آر سي، نړیوال فدراسیون، ډنمارک او ناورې سرو صلیبونو) د مسٸولینو سره د سرې میاشتې د ستراتیژیک پلان د جوړولو او په تېرو ناستو کې په دې تړاو د همکارۍ په اړه د شویو ژمنو د تعقیب او اړینو مشورو د شریکولو په موخه بیا ځلې ناسته وکړه.

د ناستې په پيل کې سرپرست سکرتر جنرال د ستراتیژیک پلان د جوړولو  برخه کې د کاري شریکانو له ګډې همکارۍ او غوره همغږۍ څخه مننه او قدرداني وکړه او د یاد پلان د جوړولو  برخه کې یې د هېواد روان حالت، نویو تغیراتو، د ملي ټولنې ظرفیت او د وګړو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په پاملرنې سره لازم او بشپړ معلومات شریک کړل.

دا راز ښاغلي روح الله له افغاني سرې میاشتې سره د یادو کاري شریکانو مالي او تخنیکي همکارۍ اغېزمنې او اړینې یادې کړې.

ورپسې په افغانستان کې د  آی سي آر سي،  نړیوال فدراسیون، ډنمارک او ناورې سرو صلیبونو مسٸولینو په خپلو څرګندونو کې وویل چې نوی ستراتیژيک پلان دې د تېر هغه د نیمګړتیاوو په لرې کولو سره  د نویو شرایطو پر بنسټ ترتیب شي او په دې تړاو یې له دې خیریه ملي ټولنې سره د  همکارۍ او غوره همغږۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۶:۲۷
Background image

لغمان؛ تېره یوه میاشت کې څه باندې۷۸۰۰ ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوې

دوشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لغمان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۹۸۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل؛ له ۱۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو له ۱۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

په دې مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۴۹
Background image

هلمند؛ د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول

یکشنبه، ۴ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ۱۸ ولسوالیو او ۸ ښاري ناحیو کې د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول. دا غړي به د خپلو سیمو د خلکو او افغاني سرې. . .

BACK TO NEWS