د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرتابه پیغام!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۴ - ۱۶:۵۶
د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرتابه پیغام!

د افغانستان مسلمان ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړي توګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارکوونکو، رضاکارانو او غړو ته د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایم. 
د حضرت محمد (ص) د مبارکو ارشاداتو پر بنسټ د روژې مبارکه میاشت؛ د کال تر ټولو غوره میاشت ده، چې هر شېبه یې د نيکمرغۍ، مغفرت او تبرک څخه ډکه ده. له ټولو هیوادوالو مې هیله داده، ترڅو په دغه مبارکه میاشت کې ډیری وخت د نفس پر تذکیې، صدقې او اړمنو وګړو سره په مرسته او لاسنیوي ولګوﺉ. 
یو ځل بیامو روژه مبارکه، نیکۍ او عبادتونه مو د الله ”ج“ په دربار کې قبول اوسه.

په درنښت
ډاکتر نیلاب مبارز
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست ریسه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

هرات کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۸۵۶۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS