د رسنیو په مرکز کې د افغانی سرې میاشتې د فعالیتونو په تړاو کنفرانس

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۸:۴۴
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: افغاني سره میاشت د هېواد په کچه د طبیعي او غیر طبيعي پېښو زیانمنو، یتیمانو، معلولینو، معیوبینو، بې سرپرسته او اړمنو کورنیو سره مرسته کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: د وروستیو شپږ میاشتو پر مهال د قطر د سرې میاشتې په همکارۍ په کابل، کندهار، هلمند، فراه، فاریاب، بدخشان او بلخ ولایتونو کې ۱۱۷۲ کونډو او ۱۵۰ تنه بېوزله کسانو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ او غالۍ اوبدلو برخه کې حرفوي زده کړې ورکړل شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: اوسمهال په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، کندز، بلخ، پروان او پکتیا ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په اړوندو مرستونونو کې په ټولیز ډول ۵۹۷ بې سرپرسته، یتیمانو، کونډو، زیات عمر لرونکو او ناچاره هېوادوالو ته د ژوند ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: په تېرو شپږ میاشتو کې د ډنمارک هېواد د سره صلیب په همکارۍ په کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۵۰۰ اړمنو کونډو ته د امرار معیشت پروژې پلې شوي دي.
۳۴ داخلي مشمولینو ته اعاشه او ۱۱۵ کورنیو ته بدل اعاشه ورکړل شوې ده. دغه راز، ۱۲۴۶ تنه اړمنو کسانو سره نغدي مرسته شوې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: په تېرو شپږ میاشتو کې د ۶۲۷ تنه سوالګرو له کورنیو سره ۴۰۹۸۱۳۲ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: په وروستیو شپږ میاشتو کې په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او کندز ولایتونو کې د سرې میاشتې د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې د مرکزونو لخوا په ټولیزو ډول ۵۳۹۹ رواني ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي، چې له دې جملې څخه ۱۸۹۶ تنه تر درملنې وروسته روغ او بېرته له ټولنې سره یوځای شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS