د تاجکستان د سرې میاشتې د سکرتر جنرال له مرستیال سره د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس آنلاین ناسته!
د تاجکستان د سرې میاشتې او افغاني سرې میاشتې تر منځ د ګډو همکاریو پر بیا پیل د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او د تاجکستان د سرې میاشتې د سکرتر جنرال د مرستیالې آغلې ډیلوروم میروا او د پېښو د رییس ښاغلي شُهرت سنګوف له لوري ګډه انلاین ناسته نن د محرم الحرام پر ۱۱مه ترسره شوه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل افغانستان له تاجکستان سره ډېر مُشترکات لري او لازمه ده د یادو مُشترکاتو په پام کې نیولو سره ګډې همکارۍ له سره پیل کړي او په بشرپالو خدمتونو کې یو او بل ته لاس ورکړي.ناسته کې د تاجکستان د سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیالې په افغانستان کې د بیا فعالیت په برخه کې اراده څرګنده کړه او د ګډې همکارۍ هیله مندي یې وښوده.
