د بشري مرستو د پراختیا په موخه د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو درې اړخیزه ناسته وشوه
چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهابالدین دلاور او د نوموړي مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، په افغانستان کې د آى سي آر سي له مسٶولې اغلې کترېنا رېټز او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون له مشر ښاغلي دوکتور حسام فيصل سره په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو د پراختیا او په چارو کې د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې درې واړه لوريو د بشري مرستو د پراختیا، د ګډو فعالیتونو برخه کې د همغږۍ کچې په لوړولو، په بېړنیو حالاتو کې پر وخت او اغېزمن ځواب ويلو پر لارو چارو هر اړخيز بحث وکړ.
همدارنګه اړمنو او داخلي بې ځايه شوو کورنیو ته په مرستو رسولو کې پر چټکتیا، شفافیت او دوامدار ملاتړ هم ټینګار وشو.
