د املاکو او تعمیراتو او ولایتي مجامعو رییسان معرفي شول!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲ - ۱۲:۸
رؤسای ریاست های املاک و تعمیرات و مجامع ولایتی معرفی شدند!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له ۶ حکم سره سم د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د ليندۍ پر لومړۍ نېټه د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ربیع الثاني له ۱۶مې نېټې سره سم ښاغلی احمد فرهاد غزنوي د املاکو او تعمیراتو د سرپرست رییس په توګه او ښاغلی سید عبدالواجد سادات د ولایتي مجامعو د سرپرست رییس په توګه د داخلي تفتیش د رییس مولوي محمد نسیم احمدي، د بشری منابعو د رییس نورالحق یوسفي، د اطلاعاتو او نشراتو د رییس عرفان الله شرفزوی ، د سرې میاشتې د ویاند نورآغا صاحب زاده او د یادو ریاستونو د یو شمير کارکوونکو په شتون کې معرفي شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو د زړه عملیاتونه ترسره شوي

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر له پیل راهیسې تر دې دمه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۹
Background image

لغمان؛ پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو نږدې ۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو د ۴.۹ ټنه خوراکي توکي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د ملک سلمان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

بدخشان؛ ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته. . .

BACK TO NEWS