د افغاني سرې میاشتې پلاوي د ترکیې سرې میاشتې له مسئولینو سره د بشري همکاریو د پراختیا په موخه وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۳:۳۴
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې پلاوي د ترکیې سرې میاشتې له مسئولینو سره د بشري همکاریو د پراختیا په موخه وکتل

سه شنبه، ۶ ذوالحجه ١۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د مرستیال ښاغلي مولوي عبد اللطیف ثابت په مشرۍ ترکیې ته تللي پلاوي تېره ورځ د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د سرې میاشتې، نړیوالو پروګرامونو، عملیاتو او کډوالۍ څانګو له مسئولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او د همکاریو د پراختیا په موخه وکتل.

یاد پلاوي، کتنه کې په هېواد کې د روانو بشرپاله فعالیتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو پر ملاتړ او هغوی ته د مرستو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

کتنه کې د ترکیې سرې میاشتې د نړیوالو پروګرامونو مسئول ژمنه وکړه، چې افغاني سرې میاشتې سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او له دې خیریه ملي ټولنې سره به مرستې لا پراخې کړي.
 نوموړي هیله وښوده، چې راتلونکې کې به د ریل ګاډي له لارې افغانستان ته نورې بشري  مرستې هم واستول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۹:۵
Background image

پکتیا؛ د اقتصادي خونديتوب په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۲۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په پکتیا ولایت کې د سویل ختیځ زون د شپږو نمایندګیو ( پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، لوګر او ميدان وردګ) د حوادثو او سروې مدیرانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۳
Background image

میدان وردګ؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۲۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په زیبداغ کلي کې له هغې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه، چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۵۲
Background image

پکتیکا کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۲ ربیع الأول ١۴۴۸

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتیکا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۵۲۱۹ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS