د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس د ترکیې د سرې میاشتې د وینې له بانک څخه لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۸:۱۱
سر پرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی از کمپ جمع آوری خون هلال احمر ترکیه دیدار نمود!

د شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر ۲۷ مه نېټه چې د ۱۴۴۳ کال د روژې مبارکې میاشتې له ۱۵ مې نېټې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د سرې میاشتې د وینې له بانک څخه، چې د محمد الفاتح جامع جومات ته څېرمه د ترکیې د سرې میاشتې له لوري جوړ شوی له نیږدې لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د ترکیې د سرې میاشتې د وینې د بانک مسوولینو د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ته ښه راغلاست وویل.

په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ترکیې د سرې میاشتې د کارکوونکو د دې غوره اقدام هرکلی وکړ او د اسلام مبارک دین له نظره یې پر ارزښت رڼا واچوله، نوموړي زیاته کړه، کله چې یو انسان له مرګه وژغورل شي داسې مثال لري لکه یو ټولنه یې، چې له مرګه ژغورلې وي.

سر پرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی از کمپ جمع آوری خون هلال احمر ترکیه دیدار نمود!

 

سر پرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی از کمپ جمع آوری خون هلال احمر ترکیه دیدار نمود!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه

چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌. . .

BACK TO NEWS