د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۲۰۲۱ ــ ۲۰۲۵ کال د ستراتیژیک پلان د بشپړونې ورکشاپ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۷:۵۸
ورکشاپ نهایی سازی مسوده پلان استراتیژیک 2021 ـــ 2025 جمعیت هلال احمر افغانی!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۲۰۲۱ مالي کال څخه تر ۲۰۲۵ مالي کال پورې د ستراتیژیک پلان پر مسوېدې  پنځه ورځنی ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکتر میرویس اکرم، سکرترجنرالې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، د ملي ټولنې د بورد غړي او د ټولو خزاندار ښاغلي محمد نعیم دیندار، په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د درنو استازو، د ملي ټولنې د مرکزي دفتر، سیمه ایزو دفترونو او اړوندو څانګو مسؤلینو په ګډون د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې میاشتې پر څلوره نیټه په لاره واچول شو.
ورکشاپ د ملي ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر میرویس اکرم په خبرو پیل شو، چې د ستراتیژیک پلان پر ارزښت یې مفصلې او هر اړخیزې خبرې وکړې. ورپسې د ملې ټولنې سکرټرجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز د ستراتیژیک پلان پر موخو او همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ستراتیژیک پلان پر تیرو پړاوونو خبرې وکړې او دا یي د ملي ټولنې لپاره یو لاسته راوړنه و بلله.
د ستراتیژیک پلان د پرمخ تګ د پروسې په اړه د ملي ټولنې په حمایوي عملیاتي چارو کې د سکترجنرال مرستیال ښاغلي نوروزعلي علیزاده ګډون والو ته مالومات ورکړل، چې ورپسې د ستراتیژیک پلان یاده مسوده د پلان او ستراتیژۍ په برخه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان له لوري تشریح او د ګروپي کار لپاره وړاندي شوه، چې راتلونکي څلور ورځې به هر اړخیز ګروپي کارونه ورباندې وشي او د اصلاح په موخه به یې اصلاحي طرحې او اندونه پکي ځای پرځای او یاد پلان به بشپړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

هرات کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۸۵۶۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS