د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د خوندي لاسرسي د پلان د ارزونې ۳ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۵:۶
ورکشاپ ۳ روزه ارزیابی پلان دسترسی مصؤن در دفتر مرکزی هلال احمر افغانی به پایان رسید!

سه شنبه، د جمادی الاولی پر ۵مه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د خوندي لاسرسي د پلان د ارزونې تر عنوان لاندې په لاره اچول شوی درې ورځنی ورکشاپ په بریالیتوب سره پاى ته ورسيد. په یاد ورکشاپ کې په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرترجنرال د مرستیال ښاغلي مولوي خالد احمد "حامد" په ګډون د مرکزي او سیمه ییزو ریاستونو ګڼو رئيسانو او کارکوونکو ګډون درلود. د یاد ورکشاپ له دایرولو موخه د خوندي لاسرسي د هغه پلان ارزونه او بیا کتنه وه، چې له دې وړاندې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې ترتیب او چمتو شوی وو.

 

ورکشاپ ۳ روزه ارزیابی پلان دسترسی مصؤن در دفتر مرکزی هلال احمر افغانی به پایان رسید!

 

ورکشاپ ۳ روزه ارزیابی پلان دسترسی مصؤن در دفتر مرکزی هلال احمر افغانی به پایان رسید!

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۶:۲۳
Background image

پروان، غزني او لغمان کې له اړمنو کورنیو سره څه باندې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري پروان، غزني او لغمان ولایتونو کې له ۲۳۸ بېرونیو مشمولینو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره یو میلیون او شپږ اتیا زره (۱،۰۸۶،۰۰۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغاني سرې میاشتې د ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

سې‌شنبه، ۶ جمادی‌الأولی ۱۴۴۷
په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د استازي ښاغلي برینډن او د افغاني سرې میاشتې د ستراتیژیک پلان د جوړولو په موخه د ګومارل شوو کاري ګروپونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۱۹
Background image

کونړ کې پر اړمنو کورنیو اووه دېرش نیم میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

سې شنبه، ۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۵۰۰ اغېزمنو شوو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه په. . .

BACK TO NEWS