د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د ترکیې د کولتاش بنسټ له رییس سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۹:۵۵
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د ترکیې د کولتاش بنسټ له رییس سره لیدنه ترسره کړه!

نن د کب پر ۲۱مه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د ترکیې هېواد د کولتاش خیریه بنسټ له مشر مصطفی برُت او ددې بنسټ له مرستیال ایدي شک سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي افغانستان ته د کولتاش خیریه بنسټ د مشر او مرستیال په راتګ خوښي وښوده او ویې ویل، چې دی هیله لري، چې افغانستان ته د کولتاش خیریه بنسټ د مسوولینو راتګ به ددې باعث شي، چې د مظلومو افغانانو غږ تر نړیوالو ورسېږي او له افغانانو سره به مرستې وکړي.

نوموړي وویل، چې په افغانستان کې دا مهال د بېوزلۍ کچه تر ۷۵ سلنه رسېدلې او افغانان دا مهال له هر څه ډېر خوراکي مرستې ته اړتیا لري. نوموړي وویل، مرسته کوونکي بنسټونه که غواړي په خپل لاس مرستې وویشي او یا یې افغاني سرې میاشتې ته د ویش لپاره ورکړي؛ مونږ ورته هر ډول زمینه مساعده وو.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د کولتاش مشر ښاغلي مصطفی برُت ته وویل، چې غوره داده، چې په دې سختو حالاتو کې له افغانانو سره بنسټیزې مرستې ترسره شي؛ ترڅو افغانان په خپلو پښو ودرېږي. نوموړي وویل، چې دوی ښه ګڼي چې د مرستو توکي په افغانستان کې دننه واخیستل شي.

د کولتاش خیریه بنسټ نشر مصطفی برُت وویل دوی هوډ لري په افغانستان کې خپلې مرستې پراخې کړي او په همدې موخه یې افغانستان ته سفر کړی.

 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د ترکیې د کولتاش بنسټ له رییس سره لیدنه ترسره کړه!

 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د ترکیې د کولتاش بنسټ له رییس سره لیدنه ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د افغاني سرې مياشتې د زړه روغتون د ریاست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
پلازمېنه کابل کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د زړه روغتون د ریاست بست لپاره په شرايطو برابر له ۱۶ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخیستل شوه. 
د يادو نوماندانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

پکتیا کې له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان او ځاځي آریوب ولسوالیو کې له ۶۶۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نهه میلیونه او نهه سوه زره (۹،۹۰۰،۰۰۰) افغانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۹
Background image

بغلان؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ٢٧ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٣٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS