د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۲:۲۶
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

نن دوشنبه د ربیع الاول پر ۱۵مه د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملانورالدین ترابي د قطر هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي احمد العثماني سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملانورالدین ترابي د قطر هېواد له هغو مرستو مننه وکړه، چې د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه یې افغاني سرې میاشتې ته سپارلي.

همدارنګه د قطر هېواد د سرې میاشتې استازې ښاغلي احمد العثماني د خپلو خبرو په لړ کې ژمنه وکړه، چې په نیږدې راتلونکي کې به له افغاني سرې میاشتې سره لا ډېرې مرستې ترسره کړي.

 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

پکتيا کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ١١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٢٧٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د لویدیځ زون د مرستون او د رواني روغتیا مرکز ارزونه وکړه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، هرات کې د لویدیځ زون په کچه له مرستون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS