د افغاني سرې میاشتې مرستیال د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس، د فنلنډ د سره صلیب سکرتر جنرال او ډنمارک سره صلیب سکرتر جنرال سره ولیدل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۸:۴۲
معاون ریاست عمومی سره میاشت با ریس عمومی صلیب سرخ جهانی، سکترجنرالان صلیب سرخ دنمارک و فندلند ملاقات نمود!

نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب د میاشتې پر ۴مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس ښاغلي رابرت مارديني، د فنلنډ د سره صلیب له سکرتر جنرالې اغلې کریستینا کومپولا، د ډنمارک له سره صلیب سکرتر جنرال ښاغلي اندرس لادیکارل، په کابل کې د سره صلیب له مشر ښاغلي ایلوا فیلیون او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې پر وروستیو کړنو او پرمختګونو رڼا واچوله او د کړنو د ګړندیتوب او روڼوالي په هکله یې مېلمنو ته معلومات ورکړل. د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال د یادو ټولنو له هر اړخیزو مرستو چې په مالي او تخنيکي بڼه یې له افغاني سرې میاشتې سره ترسره کړي؛ مننه وکړه او دوی يې په راتلونکي کې لا زیاتو مرستو ته وهڅول. همدا راز محترم ملا نورالدین ترابي یاد پلاوي ته د خپلو تر لاس لاندې پلانونو په هکله هم مالومات ورکړل او دوی یې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د مالي او رضاکارانو په برخه کې مرستو ته وهڅول. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال د یادو ټولنو له استازو وغوښتل ترڅو له افغانستان سره په ځانګړې توګه له سرې میاشتې سره بنیادي مرستې ترسره کړي او په دې ستونزمن وخت کې افغان ملت ته لاس ورکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس ښاغلي رابرت مارديني افغانستان ته د خپل سفر په اړه وویل، چې موخه یې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په تړاو لیدنې او څارنې دي؛ ترڅو وکولای شو نورې ملي ټولنې وهڅوو، چې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته ترسره کړي او له همدې لارې په افغانستان کې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی وشي. نوموړي له افغاني سرې میاشتې مننه وکړه، چې په خپلو بشري چارو کې تر هر څه زیات شفافیت او ګړندیتوب ته اولویت ورکوي.

ورپسې د ډنمارک د سره صلیب سکرتر جنرال ښاغلي اندرس لادیکارل د خپلو مرستو پر دوام او لا زیاتوالي ډاډ څرګند کړ. نوموړي وویل چې د ډنمارک سور صلیب چمتو دی د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو د ظرفیت د لوړوالي په برخه کې مرسته وکړي او هیله لرو چې افغاني سره میاشت یوه پیاوړې ملي ټولنه وي.

په یاده ناسته کې د فنلنډ د سره صلیب سکرتر جنرالې اغلې کریستینا کومپولا د افغاني سرې میاشتې له سرپرست مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د مننې ترڅنګ خوښي وښوده، چې سره میاشت په دې توانیدلې ترڅو خپلې کړنې لاګړندۍ او شفافې کړي. نوموړې ژمنه وکړه، چې مونږ په دې لاره کې هر راز مرستې ته چمتو یو.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي یو ځل بیا ډاډ څرګند کړ، چې له افغاني سرې میاشتې سره چې څومره مرستې ترسره شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې به په پوره شفافیت پر اړمنو او بېوزله هېوالو ووېشل شي.

معاون ریاست عمومی سره میاشت با ریس عمومی صلیب سرخ جهانی، سکترجنرالان صلیب سرخ دنمارک و فندلند ملاقات نمود!

 

معاون ریاست عمومی سره میاشت با ریس عمومی صلیب سرخ جهانی، سکترجنرالان صلیب سرخ دنمارک و فندلند ملاقات نمود!

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۴۳
Background image

افغاني سره مياشت؛ له درملنې وروسته ۴۹ ناروغ ماشومان له المان راستانه او ۷۵ نور د درملنې په موخه واستول شول

پنجشنبه، ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري  المان ته استول شوي ۴۹ تنه په اور سخت سوځېدلي او د میکروبي هډوکو لرونکي ماشومان له بشپړې درملنې وروسته هېواد ته راستانه او ۷۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۹
Background image

د شمالي ولایتونو زلزله؛ اتصالات مخابراتي شرکت افغاني سرې میاشتې ته ۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وسپارله

پنجشنبه، ۱۵جمادي الأول ۱۴۴۷
بلخ او سمنګان ولایتونو کې د زلزلې له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو د بېړني لاسنيوي او د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په موخه د اتصالات مخابراتي شرکت استازو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

فراه کې له راستنو شوو کډوالو کورنیو سره څه باندې ۲۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ١۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو ۳۰۰ کډوالو کورنیو سره ۲۸.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه،. . .

BACK TO NEWS