د افغاني سرې میاشتې مرستیال د آی سی آر سی له مسؤلې او د نډیوال فدراسیون له مشر سره تعارفي ناسته ترسره کړله

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۳:۴۶
ناسته

نن د محرم الحرام  د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي الحـ.ـ.ـافـ.ـ.ـظ عـ.ـ.ـزیز الرحـ.ـ.ـمن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د آى سي آر سي له مسئولې اغلې کترینا رېټز او د نړیوال فدراسیون له مشر نیسیفور مګینډي سره تعارفي ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي الحافظ عزيزالرحمن د نړیوال سره صلیب او نړیوال فدراسیون د مسئولینو په راتګ خوښي وښوده او له افغاني سرې میاشتې سره یې د یادو بنسټونو له لوري د شویو مرستو مننه وکړه، ترڅنګ یې د پېښځپلو او اړمنو هېوادوالو پر اړتیاو او راتلونکي کې د دواړو لوريو تر منځ د اړیکو د لا پياوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
ورپسې په افغانستان کې د آى سي آر سي مسئولې اغلې کترینا او د نړیوال فدراسیون مشر نېسېفور مګينډي د افغاني سرې میاشتې مرستیال ته د نوي دندې د مبارکۍ تر څنګ د ښه خدمت هیله وکړه او په راتلونکي کې یې له افغاني سرې میاشتې سره د ګډو فعاليتونو د لا پراختیا ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS