د افغاني سرې میاشتې مرستیال او مل پلاوي نن د یکشنبې په ورځ دوحه کې د افغانستان لپاره د ایټالیا له سفیرې او مل پلاوي سره پر بشري موضوعاتو ګډه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۶:۱۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال او مل پلاوي نن د یکشنبې په ورځ دوحه کې د افغانستان لپاره د ایټالیا له سفیرې او مل پلاوي سره پر بشري موضوعاتو ګډه ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي او مل پلاوي نن د یکشنبې په ورځ دوحه کې د افغانستان لپاره د ایټالیا له سفیرې ناتالیا کوینتاوال او مل پلاوي سره پر بشري موضوعاتو ګډه ناسته ترسره کړه. ناسته کې دواړو لوریو افغانستان کې پر شته ستونزو او حل لارو هر اړخیزې خبرې وکړې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي له افغانستان سره د ایټالیا د هېواد د وروستیو بشري مرستو مننه وکړه او د افغانستان د وګړو پر بشري ستونزو، اړتیاو، د اړمنو پر لازم او پر وخت لاسنیوي، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او د رواني ناروغانو پر درملنه او د معتادینو د لاسنیوي په اړه خبرې وکړې. په ناسته کې آغلې ناتالیا کوینتاوال له افغانستان سره د هر اړخیزه همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د افغاني سرې مياشتې د زړه روغتون د ریاست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
پلازمېنه کابل کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د زړه روغتون د ریاست بست لپاره په شرايطو برابر له ۱۶ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخیستل شوه. 
د يادو نوماندانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

پکتیا کې له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان او ځاځي آریوب ولسوالیو کې له ۶۶۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نهه میلیونه او نهه سوه زره (۹،۹۰۰،۰۰۰) افغانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۹
Background image

بغلان؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ٢٧ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٣٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS