د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي د قطر هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي احمد سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۵:۹
الحاج ملا نورالدین ترابي معاون هلال احمر افغانی با آقای احمد نماینده هلال احمر قطر دیدار نمود

یکشنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د محرم الحرام پر دویمه د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي د قطر هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي احمد سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې ښاغلی ترابی صیب د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د سختې وچکالۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او د قطر هېواد د سری میاشتی له استازی څخه یې غوښتنه وکړه، چی د څښلو د اوبو لپاره د ژورو څاه ګانو په کیندلو کی له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي.

ورپسی د قطر د سرې میاشتې استازي ښاغلی احمد ژمنه وکړه چی په لومړي پړاو کی به په اورزگان او سمنکان ولایتونو کې او په دوهم پړاو کی به ان شاءالله د صحی اوبو د ژورو څاه ګانو کیندلو پروسه، اړتیا ته په کتو نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

په پای کې ښاغلي احمد د هغو پروژو راپور چې د قطر د سرې میاشتې په مرسته او افغاني سری میاشتې په همغږۍ په افغانستان کې ترسره شوي او جریان لري؛ معلومات او راپور وړاندی کړ.

 

الحاج ملا نورالدین ترابي معاون هلال احمر افغانی با آقای احمد نماینده هلال احمر قطر دیدار نمود

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۸:۴۸
Background image

لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
په مرسته کې ۱۴۸ کورنیو ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۴۳
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله له زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سیمه کې د ورښتونو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه ۳ قلمه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۸
Background image

کابل؛ له ۱۰۵ اړمنو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د مقام د سلاکارانو او بېلابېلو ریاستونو د مسؤولینو په شتون کې له ۱۰۵ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د ژمنیو ستونزو د حل. . .

BACK TO NEWS