د افغاني سرې میاشتې له ۱۴ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان ۴ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپیژندل شول
نن پنجشنبه د صفرالمظفر میاشتې پر ۴ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څير یو ځل بیا ۱۴ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمینه کابل کې ۴ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور وپېژندل.
د یادونې وړ ده چې ددغه ناروغانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې په مالي مرسته ترسره کیږي.