د افغاني سرې میاشتې له لورې په کندوز، سمنګان، بادغیس، غزني، فراه او بلخ ولایتونو کې په سلهاو ځوانانو او مشرانو ته نشراتي معلوماتي غونډې جوړې شوی!
نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۴ کال د جمادی الاولی په ۱۳مه د افغاني سرې میاشتې له لورې په کندوز، سمنګان، بادغیس، غزني، فراه او بلخ ولایتونو کې په سلهاو ځوانانو او مشرانو ته نشراتي معلوماتي غونډې جوړې شوی. په یادو غونډو کې د نشراتو مدیرانو له لورې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې او غورځنګ تاریخچه، بنسټيز اصول، نښانونه، موخې او د افغاني سرې میاشتې چوپړونه تشریح شول.
