د افغاني سرې میاشتې عمومي ریس ښاغلي شهاب الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د محرم الحرام په ۲۰ نیټه، په خپل دفتر کې د اندونیزیا هیواد له سفیر سره د همغږۍ مشورتي ناسته ترسره کړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۱:۱۳
ناسته

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور او د نوموړي مرستيال  ښاغلي الحـ.ـ.ـافـ.ـ.ـظ عـ.ـ.ـزیز الرحـ.ـ.ـمن نن د محرم الحرام د مياشتې پر ۱۹مه، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد له سفیر ښاغلي بوډي رحمت سوریا ساپوترا سره د همغږۍ مشورتي ناسته ترسره کړه.
یاده لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له افغاني سرې میاشتې سره د اندونیزیا هېواد خيرپاله مرستې حیاتي وبللې او د هغوی د تېرو مرستو یې مننه وکړه، ښاغلي دلاور ډاډ څرګند کړ، چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې به د تېر په څېر په بشپړ عدالت او شفافیت تر مستحقو او پېښځپلو کورنیو رسوي، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د ماشومانو په منځ کې د سوري زړه ناروغي يوه لويه ننګونه یاده کړه او د یادو ناروغانو په درملنه کې یې له مقابل لوري د طبي وسایلو په برخه کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
ورپسې د اندونیزیا هېواد سفير ښاغلي ساپوترا د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او ډاډ یې څرګند کړ چې د سوري زړه د ناروغانو د درملنې په برخه کې به مرسته کوي، نوموړي په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې نیږدې ورځو کې به د اندونیزیا د ولس له لوري رالېږل شوې ۵۰۰ ټنه د غیرې خوراکي توکو مرسته کابل ته را ورسېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS