د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د مصر هېواد د سفارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړه!
نن چهارشنبه د ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د ذوالحجې پر۲۸مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د مصر هېواد د سفارت له سرپرست او کونسل ښاغلي محمد بن حلیم سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د مصر هېواد د سفارت له سرپرست سره په افغانستان کې د انساني وضعیت او ترڅنګ یې په هېواد کې د شته بانکي ستونزو پر هواري خبرې وکړې. د مصر هېواد د سفارت سرپرست او کونسل ښاغلي محمد بن حلیم د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.