د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس نن په سعودي عربستان کې د رابطة العالم الاسلامي مستشار ډاکتر احمد جیلان سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۴:۳۰
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس نن په سعودي عربستان کې د رابطة العالم الاسلامي مستشار ډاکتر احمد جیلان سره لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن په سعودي عربستان کې د رابطة العالم الاسلامي مستشار ډاکتر احمد جیلان سره لیدنه ترسره کړه. د رابطة العالم الإسلامي د مستشار ښاغلي احمد جیلان له لوري د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ته تود هرکلی وویل شو د ناستې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ملي ټولنو پینځمه مشورتي غونډه اغېزمنه وبلله. نوموړي د افغانستان پر شته بشري ستونزو او د افغاني سرې میاشتې پر اغېزمن فعالیت د خبرو ترڅنګ په افغانستان کې د بشري خدماتو پر وړاندې پر شته خنډونو او اړتیاو تفصیلي خبرې وکړې او د رابطة العالم الإسلامي له مستشار ښاغلي جیلان څخه یې غوښتنه وکړه، چې افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د ښوونیزو مرکزونو، د یتیمانو د لاسنیوي او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې برخو کې خپلې مرستې روانې وساتي ناسته کې د رابطة العالم الإسلامي مستشار ښاغلي ډاکتر احمد جیلان له افغانانو او افغانستان سره عقیدوي او تاریخي اړیکو ته په اشاره وویل "مونږ لیوال یو، چې خپلې مرستې افغانانو ته ورسوو".

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

پکتيا کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ١١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٢٧٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS