د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له مل پلاوي سره د سویل ختیځ زون پکتيا ولايت ته سفر وکړ

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له مل پلاوي سره د سویل ختیځ زون پکتيا ولايت ته سفر وکړ

نن پنجشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت د والي الحاج ملا مهر الله حماد، د بېلابېلو ولايتي رياستونو مسٸولينو او د سرې مياشتې د سويل ختيځ سيمه يز  زون د رئیس په ګډون د اړونده نمایندګیو رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو د ښه والي، کارونو کې د چټکتيا رامنځته کولو او اړمنو ته پر وخت د رسېدنې په موخه د ياد زون په رياست کې غونډه  وکړه.
غونډه کې ښاغلي دلاور افغاني سره میاشت يوه بشرپاله، خپلواکه او ملي خيرپاله ټولنه ياده کړه او د يادې ټولنې له لوري د ټول هېواد په کچه د ترسره کېدونکو بشرپاله، روغتيايي او ښوونيزو  فعالیتونو په اړه يې تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي زياته کړه چې د افغاني سرې مياشتې کارکوونکي بايد په پوره اخلاص او صداقت خپل مسٸوليتونه ترسره کړي ځکه چې دوى په داسې يو حساس ځای کې کار کوي چې دنده يې د بې وزلو، اړمنو، بې سرپرسته کونډو او يتيمانو لاسنيوى او مرسته کول دي، که څوک  په دې برخه کې ناغيړي کوي، هغه به د الله ، د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم او بنده ګانو پر وړاندې مسٸول وي.
همدا راز د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رٸيس د یادې تولنې مسئولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه د  لازمو لارښوونو او سپارښتنو ترڅنګ په پکتیا ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د جوړېدو هيله هم څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS