د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مرستیال سره وکتل!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۳:۵۸
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مرستیال سره وکتل!

نن شنبه د شعبان د میاشتې پر ۲مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مرستیال ښاغلي احمد سلیماني سره د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون ترمنځ د همغږۍ پر پراختيا او ګډو فعالیتونو بحث او خبرې وکړې.

ناسته کې سرپرست عمومي رئيس د ګډو بشرپالو فعاليتونو د ترسره کولو برخه کې د نړیوال فدراسیون له دوامداره ملاتړ او مرستو د مننې ترڅنګ راتلونکي کې د لا ډېرو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.
دا راز ښاغلي دلاور د بشرپالو فعالیتونو د لا ښه والي او په چارو کې د چټکتيا رامنځته کولو په موخه د نویو نارینه او ښځينه رضاکارانو د ثبت او راجستر برخه کې  معلومات وړاندې کړل او ښاغلي سلیماني ته يې ګډو چارو د ترسراوي په برخه کې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د نړیوال فدراسیون مرستیال په خپلو خبرو کې د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو فعاليتونو د دوام او پراختیا ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې  له افغاني سرې میاشتې سره به خپلو مرستو او ګډ کار ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS