د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د مرکزي ریاست اړوندو کارکوونکو ته روزنیزه اصلاحي تشویقي غونډه دایره شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۸:۲۱
د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د مرکزي ریاست اړوندو کارکوونکو ته روزنیزه اصلاحي تشویقي غونډه دایره شوه!

د صفر المظفر په ۲۲مه نیټه د افغاني سرې میاشتې کارمندانو ته د دعوت او ارشاد د ریاست له لوري ښوونیزه تربیوي غونډه جوړه شوه، په یاده ناسته چې د افغاني سرې میاشتې د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه؛ د ټولو ریاستونو کارکوونکو ګډون درلود.

غونډه کې کارکوونکو ته توصیه او سپارښتنه وشوه ترڅو خپلې دندې د شریعت او نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کړي، همدارنګه کارکوونکي وهڅول شول چې د دندې پر مهال خپلو دیني،اخلاقي او وظیفوي اصولو او ارزښتونو ته ژمن و اوسي او خپل ځانونه په نبوي اخلاقو ښایسته او سمبال کړي. د غونډې ویناوالو کارمندانو ته د مجازاتو او مکافاتو اصول ور په یاد کړل او ددې اصل سره سم يي دندي او اصولو ته ژمن کارکوونکي دمکافاتو مستحق او کم کاري د مجازاتو مستحق وګڼل.

 

د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د مرکزي ریاست اړوندو کارکوونکو ته روزنیزه اصلاحي تشویقي غونډه دایره شوه!

 

د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د مرکزي ریاست اړوندو کارکوونکو ته روزنیزه اصلاحي تشویقي غونډه دایره شوه!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۹:۵۴
Background image

بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال: د بې‌ سرپرستو او اړمنو خدمت زموږ اساسي مسؤولیت دی

چهارشنبه، ۱۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام د شمال زون په کچه د دې زون ریاست، د بلخ نماینده ګۍ، مرستون او د رواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د رواني ناروغانو د ساتنې مرکز ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ارزونه وکړه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۶:۵۱
Background image

نورستان؛ برګمټال کې څه باندې ۶ زره د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډې همغږۍ، د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ کې د جګړو له امله څه باندې ۶ زره. . .

BACK TO NEWS