د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لورې د دې ریاست د مرکزي او ولایتي نشراتي مسؤلینو او مدیرانو لپاره په نشراتي برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو!
د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لورې د دې ریاست د مرکزي او ولایتي نشراتي مسؤلینو او مدیرانو لپاره په نشراتي برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو.یاد ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د مرستیال مولوي عبدالطیف ثابت په وینا سره پیل او ورپسې د دې ریاست د اطلاعاتو او خپرونو رئیس عرفان الله شرفزوی د ورکشاپ موخې ګډونوالو ته څرګندې کړې. دې ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې د اړوند نشراتي مسؤلینو او مدیرانو ته له رسنیو سره د اړیکو د ستراتېژۍ، په بحراني حالاتو کې له ټولنیزو رسنیو سره د تعامل، انځوريزو او ويډیويي توکو د څرنګوالي او نشراتي وسیلو د اهمیت په تړاو روزنه ورکول کېږي.