د افغاني سرې مياشتې مرستيال تورخم کې د ډنمارک د سره صليب له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۲۹
خبر

د افغاني سرې مياشتې مرستيال تورخم کې د ډنمارک د سره صليب له مسئول سره وکتل!

نن دوشنبه د شوال د مياشتې پر۳۰مه، د افغاني سرې مياشتې مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په تورخم عمري پنډغالي کې په افغانستان کې د ډنمارک د سره صليب له مسئول ښاغلي محمد الشمه او مل پلاوي سره ولیدل.
لیدنه کې ښاغلي مرستیال یاد پلاوي ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې د روغتيايي خدمتونو، پخو خوړو د وېش، د کار په مقابل کې د پيسو ورکړې، عامه پوهاوي او د رضاکارانه فعاليتونو په تړاو معلومات ورکړل او همدارنګه يې له دوی څخه په نورو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې د ډنمارک د سره صليب مسئول په ننګرهار ولايت کې کډوالو ته د امرار معيشت، د نغدو پیسو وېش او رواني روغتيا په برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو د زړه عملیاتونه ترسره شوي

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر له پیل راهیسې تر دې دمه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۹
Background image

لغمان؛ پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو نږدې ۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو د ۴.۹ ټنه خوراکي توکي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د ملک سلمان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

بدخشان؛ ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته. . .

BACK TO NEWS