د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د ننګرهار د سیلاب ځپلو لپاره دوه میلیونه نغدي مرسته سرې میاشتې ته وسپارل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۷:۱
مرسته

نن سه شنبه د محرم الحرام د میاشتې پر ۱۷مه د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري افغاني سرې میاشتې ته د ننګرهار ولایت د سېلاب ځپلو د لاسنيوي او مرستې په موخه ۲ ميلیونه افغانۍ نغدي مرسته وسپارل شوه.

د مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست مسئول د اتصالات مخابراتي شرکت له نغدي مرستې مننه وکړه او یاده مرسته یې د سېلاب ځپلو لپاره مهمه وبلله، نوموړي ژمنه وکړه، چې افغاني سره میاشت به بشپړ شفافیت د دوی مرسته تر سېلاب ځپلو رسوي.

====================================

امروز سه شنبه ۱۷ محرم الحرام، شرکت مخابراتی اتصالات ۲ میلیون افغانی را به منظور کمک به سیلاب زدگان ولایت ننگرهار به هلال احمر افغانی تسلیم نمود.

مسؤل ریاست مالی هلال احمر افغانی در زحين تسلیمی این کمک از کمک های مالی شرکت مخابراتی اتصالات قدردانی نمود و این کمک ها را برای سیلاب زدگان مهم خواند.

موصوف وعده سپرد که هلال احمر افغانی کمک آنها را به سیلاب زدگان با شفافیت کامل می رساند.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS