خبرتیا!

Website_admin
خبرتیا!

افغاني سره میاشت غواړي په (۲۲۳۷۲.۷۷) متر ځمکه کې له سکېج سره سم یو باب دوه پوړه ودانۍ، چې لومړی پوړ یې د صالون په بڼه او دویم پوړ یې د درې خونو لرونکی دی، یو باب دوه پوړه ودانۍ چې هر پوړ یې د پېنځه خونو (اتاقونو)، دوه تشنابونو او یوه پخلنځي لرونکې ده، د صالون په بڼه یو باب یو پوړه ودانۍ، یو باب یو پوړه ودانۍ چې د درې خونو او یوه تشناب لرونکې ده، یو باب یو پوړه ودانۍ چې د دوه خونو او یوه تشناب لرونکې ده، درې بابه لوی په وسپنه پوښل شوي ګودامونه او یو باب د موټرو د پارکنګ لوی ګراج؛  له شرط لیک سره سم د داوطلبۍ له لارې د پېنځو کلونو لپاره په میاشتۍ کرایه ورکړي. ټول هغه سوداګریز شرکتونه چې په دې برخه کې فعالیت ترسره کوي؛  کولای شي د تړون په موخه خپل غوښتنلیکونه د افغاني سرې میاشتې د لوژیستیک او تدارکاتو ریاست ته وسپاري او خپله د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۴ ورځو مراجعه وکړي، د ګډون د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دي، چې نغدې اخیستل کېږي.

پته:  کابل، پېنځمه ناحیه، افشار سیلو، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۹:۵۸
Background image

خبرتیا!

افغاني سره میاشت غواړي په (۲۲۳۷۲.۷۷) متر ځمکه کې له سکېج سره سم یو باب دوه پوړه ودانۍ، چې لومړی پوړ یې د صالون په بڼه او دویم پوړ یې د درې خونو لرونکی دی، یو باب دوه پوړه ودانۍ چې هر . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۰:۳۴
Background image

اطلاعیه!

په پام کې ده افغاني سره میاشت مرکزي دفتر ته څېرمه (۸۹۹۵.۹۰) متره ځمکه له اسکېج سره سم داوطلبۍ ته وسپارې.
ټول هغه سوداګریز، ودانیز او لوژستیکي شرکتونه، چې په اړونده برخه کې فعالیت ترسره . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا!

قدرمنو هېوادوالو! په پام کې ده د افغاني سرې مياشتې په مرسته د آلمان د سولې کلي د مؤسسې ډاکټران د ماتوهډوکو او په اور سخت سوځېدلو ماشومانو د کتنې، ټاکلو او ياد هېواد ته د لېږلو په موخه د . . .

Back to announcements