جوزجان!
افغاني سره مياشت هغو وګړو ته، چې په شخصي روغتونونو کې د درملني توان نه لري؛ د هېواد په کچه ثابت روغتيايي کلينيکونه رامنځته کړي دي، چې په وړيا توګه اړمنو او پېښځپلو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي، چې له دې جملې يې يو هم د جوزجان ولایت روغتيايي ثابت کلينيک دی، چې هره ورځ په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته وړيا روغتيايي خدمات وړاندې کوي. ياد کلينيک د جوزجان ولایت د شبرغان ښار د یکه باغ په کلي کې موقعیت لري، چې له تېرې یوې مياشتې راهیسې ټولټال ٥٣١٦ هېوادوالو ته روغتیایې خدمات ترسره کړي، چې له دې جملې یې د ۲۹٥٦ ناروغانو کتنه او درملنه کړي او وريا درمل يې ورکړي، ١٢٢ ټپيان يې پانسمان کړي، ٣٨٣ خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکړي، ٤٠٨ ماشومانو او ښځینه ناروغانو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي، ١٢٢ ښځینه ناروغانو ته د ولادت په برخه کې اړينې مشورې ورکړي،٢٧ ميندو ته يې د مور او ماشوم روغتیا ساتنې په اړه خدمات کړي، ١٢٩٨ وګړو ته يې د روغتیا ساتنې په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړي.


